Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د فعالیتونو پراختیا؛ په اوو ولایتونو کې د نویو ملکیتونو موندلو هڅې
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د خپلو فعالیتونو د پراختیا، د نفتي توکو د ذخیره کولو، منظمې توزیع او د اداري خدماتو وړاندې کولو په…
کابل - 1448/5/12هـ.ق د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د خپلو فعالیتونو د پراختیا، د نفتي توکو د ذخیره کولو، منظمې توزیع او د اداري خدماتو وړاندې کولو په موخه، په اوو ولایتونو کې د نویو امارتي ځمکو د موندلو اجازه ترلاسه کړې ده.
دغه شرکت، د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او د نفتي توکو د توزیع لپاره په ځینو ولایتونو کې د مناسبو ملکیتونو او اداري ودانیو د جوړولو لپاره د کافي ځمکو له کمښت سره مخ و.
له همدې امله، د اړینو امارتي ځمکو د موندلو په تړاو د هڅو په لړ کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۲۳۳۴/۱۲۶۷ ګڼې، د ۱۴۴۸/۴/۲۳) نېټې حکم ترلاسه شوی، چې پر بنسټ یې اړوندې ادارې ته دنده سپارل شوې؛ څو په کنړ، لغمان، نورستان، خوست، هلمند، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې د امارتي پمپسټېشنونو، نفتي توکو ذخایرو او اداري ودانیو جوړولو لپاره د یاد شرکت اړتیاوو ته په کتو مناسبې امارتي ځمکې پیدا کړي.
شرکت هڅه کوي، چې د خپلو پراخو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي، د نفتي توکو د ذخیره کولو او منظمې توزیع ظرفیت لوړ کړي؛ څو د هېواد په کچه د خپلو خدماتو د پراختیا زمینه برابره کړي.