Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت نوې رسمي وېبپاڼه پر لیکه شوه
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د خپلو فعالیتونو، خدمتونو او اړوندو معلوماتو د لا ښه انعکاس او خلکو، مراجعینو، سوداګریزو شریکانو او پانګهوالو ته د معلوماتو د…
کابل - ۱۴۴۸/۳/۴ھ.ق د افغانستان نفت او ګاز شرکت د خپلو فعالیتونو، خدمتونو او اړوندو معلوماتو د لا ښه انعکاس او خلکو، مراجعینو، سوداګریزو شریکانو او پانګهوالو ته د معلوماتو د اسانه او چټک لاسرسي په موخه نوې او عصري رسمي وېبپاڼه پرلیکه کړه د دغې وېبپاڼې له لارې د شرکت د مخینې، لیدلوري، اداري جوړښت، نفتي زېرمو، ټانکونو، د نفتي توکو وېش، لېږد او لابراتواري خدمتونو ترڅنګ د محصولاتو د نرخونو، وارداتو، داوطلبیو، کاري فرصتونو او پروژو په اړه کره او دقیقو معلوماتو سربېره تازه خبرتیاوې او خبرونه وړاندې کېږي.
دغهراز، په وېبپاڼه کې د شرکت د عامه خدمتونو او اړوندو پروسو په اړه اړین معلومات ځای پر ځای شوي، څو مراجعین وکولای شي د خپلو اړتیاوو له مخې په اسانه او منظم ډول اړوند معلومات ترلاسه کړي.
شرکت هڅه کوي، چې د معاصرو ټکنالوژیو په کارولو سره خپل فعالیتونه او عامه خدمتونه لا دقیق، چټک او پر وخت وړاندې کړي.
د نوې وېبپاڼې فعالېدل د اداري چارو د برېښنایي کولو، روڼتیا، عامه معلوماتو ته د لاسرسي او د عصري ټکنالوژۍ د کارونې په برخه کې یو مهم او اغېزمن ګام بلل کېږي.
هېوادوال، سوداګریز شریکان، پانګهوال او نور علاقهمندان کولای شي، د شرکت د فعالیتونو، خدمتونو او نورو تازه معلوماتو لپاره نوې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړي.
وېبپاڼې لینک: http:// aogc.gov.af