Afghanistan Oil & Gas Corporation

د افغانستان نفت او ګاز شرکت په انګړ کې د اداري ودانۍ او جومات رغنېزې پروژې چارې پیل شوې

د افغانستان نفت او ګاز شرکت په انګړ کې د یوې اداري ودانۍ او همداراز د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ یو باب جومات د جوړولو پروژه پیل شوه. د معلوماتو له مخې، د…

د افغانستان نفت او ګاز شرکت په انګړ کې د اداري ودانۍ او جومات رغنېزې پروژې چارې پیل شوې

د افغانستان نفت او ګاز شرکت په انګړ کې د یوې اداري ودانۍ او همداراز د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ یو باب جومات د جوړولو پروژه پیل شوه.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لومړني تخنیکي کارونه پیل شوي، چې پکې د ساحې د خاورې ارزونې لپاره د «جیوتخنیکي» ازموینو بهیر روان دی.

په همدې لړ کې، د برمه‌کارۍ چارې د روټري برمې په وسیله او د معیاري نفوذ ازموینه (SPT) ترسره کېږي.

تر اوسهماله پورې د اداري ودانۍ په ساحه کې شاوخوا ۷۰ سلنه تخنیکي کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې په عادي ډول روانې دي.

همداراز، د لابراتواري ازموینو بهیر هم پیل شوی، چې پکې د نمونو اخیستل، د اتربرګ حدود ټاکل، د خاورې طبیعي رطوبت معلومول، د ځانګړي وزن اندازه کول، د مستقیم برش ازموینه او نور اړوند ټېسټونه شامل دي.

د شرکت مسؤولین ټینګار کوي، چې د دغو تخنیکي پړاوونو دقیق تطبیق به د یادو ودانیو د معیاري او پایدار جوړښت لپاره مهم بنسټ برابر کړي.