Afghanistan Oil & Gas Corporation

د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې د انګلیسي ژبې روزنیز کورس پیل شو

د افغانستان د نفت او ګاز شرکت د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د انګلیسي ژبې روزنیز کورس پیل کړ.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې د انګلیسي ژبې روزنیز کورس پیل شو

د افغانستان د نفت او ګاز شرکت د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د انګلیسي ژبې روزنیز کورس پیل کړ.

د دې ژبې زده کړه به کارکوونکو ته دا زمینه برابره کړي، څو له نړیوالو معیارونو سره سم خپلې دندې پر مخ یوسي.

سربېره پر دې، هغوی به وکولای شي د عصري ټکنالوژیکي سیستمونو ، د بهرنیو تخنیکي سرچینو او مسلکي موادو څخه د ګټې اخیستنې او کارونې په برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت هڅه کوي، چې د عصري ادارې د رامنځته کولو په موخه، د ټکنالوژۍ او اداري مهارتونو په برخه کې د ورته روزنیزو پروګرامونو له لارې د خپلو کارکوونکو وړتیاوې لا پیاوړې کړي، څو د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا او پرمختګ کې اغېزمن ګامونه پورته شي.