Afghanistan Oil & Gas Corporation
د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې د «پانګونې ملي کمپاین او ترویج» تر عنوان لاندې سمینار ترسره شو
نن (سهشنبه، د ربیعالاول څلورمه) د افغانستان نفت او ګاز شرکت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ، د «پانګونې ملي کمپاین او ترویج» تر عنوان لاندې سمینار د…
کابل – ۴ ربیعالاول ۱۴۴۸ هـ.ق نن (سهشنبه، د ربیعالاول څلورمه) د افغانستان نفت او ګاز شرکت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ، د «پانګونې ملي کمپاین او ترویج» تر عنوان لاندې سمینار د دغه شرکت په تالار کې ترسره شو.
په دغه سمینار کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت رئیسانو، مرستیالانو، آمرینو او عمومي مدیرانو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشاور او د دغه وزارت د پانګونې ریاست مسؤولینو ګډون کړی و.
د سمینار په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشاور، ښاغلي محمدسلیم ستانکزي، د پانګونې د جلب او پراختیا پر اهمیت، اړتیاوو او اقتصادي ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي د اقتصادي ودې او د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د پانګونې پر اساسي رول ټینګار وکړ.
ورپسې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې د ملاتړ او برانډ جوړونې آمر، ښاغلي میر اشرف حمیدي، د «پانګونې ملي کمپاین او ترویج» تر عنوان لاندې خپل پریزنټېشن وړاندې کړ.
نوموړي ګډونوالو ته د پانګونې د جلب، د پانګهوالو د ملاتړ، د پانګونې د بهیر د اسانتیا او په دې برخه کې د مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په سمینار کې ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل او د پانګونې د لا پراختیا، د پانګهوالو د جذب او د پانګونې د بهیر د اسانتیا په برخه کې پر شته فرصتونو، اړتیاوو او ننګونو بحث وشو.
سمینار د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو له شریکولو وروسته پای ته ورسېد.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت ژمن دی چې د پانګونې د پراختیا او د پانګهوالو د جذب په برخه کې له اړوندو ادارو سره خپلې همغږۍ او همکارۍ لا پیاوړې کړي او د هېواد د اقتصادي ودې، د پانګونې د فرصتونو د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې خپل رول لا اغېزمن کړي.