Afghanistan Oil & Gas Corporation

د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې زدکړیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت خپلو کارکوونکو لپاره د «تدارکات، محاسبه او په ERP سیستم کې یې کاري بهیر» تر سرلیک لاندې یو اوونیز…

د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې زدکړیز ورکشاپ پای ته ورسېد

کابل – پنجشنبه، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الثاني ۱۸مه د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت خپلو کارکوونکو لپاره د «تدارکات، محاسبه او په ERP سیستم کې یې کاري بهیر» تر سرلیک لاندې یو اوونیز زدکړیز ورکشاپ ترسره کړ.

په دغه ورکشاپ کې چې د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو د لوړولو او په ERP سیسټم کې د تدارکاتي او حسابدارۍ له بهیرونو سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا په موخه جوړ شوی و، د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو.

یاد زدکړیز ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق‌پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د اداري چارو د ښه‌والي او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د کاري اړتیاوو او اداري شرایطو له مخې زدکړیز پروګرامونه دایروي.