Afghanistan Oil & Gas Corporation
د اوبلنګاز د ۴۰۰۰ بالونونو وېش؛ د پرچون پلور د پراختیا نوی ګام
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت له لوري، د اوبلنګاز د پرچون پلور شبکې د پراختیا او نویو مرکزونو د رامنځته کولو په موخه، د ۴۰۰۰…
کابل – شنبه، د ربیعالثاني ۲۰مه، ۱۴۴۸ هـ.ق د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت له لوري، د اوبلنګاز د پرچون پلور شبکې د پراختیا او نویو مرکزونو د رامنځته کولو په موخه، د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو تجهیزاتو د وېش او لېږد چارې پیل شوې.
د دغې لړۍ په لومړي پړاو کې نن غور ولایت ته ۳۰۰ بالونونه، ۱۵ غرفې او یو شمېر نور اړین وسایل ولېږدول شول.
د پلان له مخې، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، خوست، غزني او کندز ولایتونو ته به هم د هغوی د ټاکل شوي سهم او اړتیا پر بنسټ، د اوبلنګاز د پرچون پلور مرکزونو لپاره اړین تجهیزات؛ لکه بالونونه، برېښنايي تلې، د ډکولو ماشینونه او کانتینرونه ولېږدول شي.
یاد شرکت د کابل ترڅنګ، په پروان، بلخ، بدخشان، بغلان او کندهار ولایتونو کې د اوبلنګاز د پرچون پلور ۳۶۸ فعال مرکزونه لري.
د یادو ولایتونو اوسېدونکي کولای شي د اړوند ولایت د نفت او ګاز دفترونو ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک له وړاندې کولو وروسته، په قانوني ډول د اوبلنګاز د پرچون پلور دولتي مرکز پرانیزي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت هڅه کوي چې د اوبلنګاز د پرچون پلور شبکه نوره هم پراخه کړي، څو له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د اوبلنګاز د بیو د تنظیم او کنټرول په برخه کې اغېزناک ګامونه واخیستل شي.