Afghanistan Oil & Gas Corporation
د اوبلن ګاز پلور پر دولتيمرکزونو د څارنې پیلیدل
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار ثبات، د ټاکل شویو نرخونو پلي کېدو او د لګښتکوونکو د حقونو خوندي کولو په موخه، د اوبلن ګاز…
کابل – ۱۴۰۵/۰۴/۳۰ هـ.ش د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار ثبات، د ټاکل شویو نرخونو پلي کېدو او د لګښتکوونکو د حقونو خوندي کولو په موخه، د اوبلن ګاز پلور پر دولتيمرکزونو د څارنې بهیر پیل کړی دی.
د دې شرکت څارنیز پلاوي په کابل ولایت کې د اوبلن ګاز له اړوندو پلور مرکزونو څخه لیدنې ترسره کړې، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اوبلن ګاز د شرکت له لوري د ټاکل شوي نرخ له مخې پلورل کېږي.
د څارنې په لړ کې، د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې، هغه مرکزونه چې اوبلن ګاز یې له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه پلورلی وه، مهر او وتړل شول.
همدارنګه، د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنې په موخه، د څارل شویو اوبلن ګاز پلور دولتي مرکزونو کې د اړيکو فعالې شمېرې نصب او د خلکو په واک کې ورکړل شوې، ترڅو د هر ډول سرغړونې په صورت کې په چټکۍ سره موضوع راپور کړي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټینګار کوي، چې د بازار د ثبات، د عادلانه بیو د تأمین او د لګښتکوونکو د حقونو خوندي کولو په موخه به د څارنې بهیر په جدي او دوامداره توګه روان وساتي.
د شکايتونو د ثبتونې شمېرې: 0747610661 0784247194 0764000536