Afghanistan Oil & Gas Corporation

د بازار له اړتیا لوړه؛ د ۲۶ زره ټنه اوبلن ګاز عرضه

د افغانستان نفت او ګاز شرکت وایي، د اوبلن ګاز د رسمي وارداتي شمېرو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې هېواد ته د اسلام‌کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، آقینې او…

د بازار له اړتیا لوړه؛ د ۲۶ زره ټنه اوبلن ګاز عرضه

کابل – ۱۴۰۵/۰۴/۳۱ هـ.ش د افغانستان نفت او ګاز شرکت وایي، د اوبلن ګاز د رسمي وارداتي شمېرو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې هېواد ته د اسلام‌کلا، حیرتان، تورغونډۍ، میل ۷۸، آقینې او نیمروز بندرونو له لارې ټولټال ۲۶ زره او ۴۹۲ ټنه اوبلن ګاز وارد او بازار ته عرضه شوی، چې د همدې مودې د اټکل شوې اړتیا په پرتله شاوخوا ۴ زره او ۵۴۴ ټنه زیات دی.

د شرکت په وینا، د هېواد ورځنۍ اړتیا شاوخوا ۳ زره او ۶۵۸ ټنه اوبلن ګاز ده، چې د شپږو ورځو ټولیزه اړتیا نږدې ۲۱ زره او ۹۴۸ ټنه اټکل شوې ده.

د وارداتو او اټکل شوې اړتیا پرتله ښيي، چې د بازار اړتیا په بشپړه توګه پوره شوې او د عرضې له پلوه د اوبلن ګاز د کمښت کومه نښه نه لیدل کېږي.

شرکت زیاتوي، چې د اوبلن ګاز ډېره برخه د اسلام‌کلا، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو له لارې وارد شوې ده.

د یادو بندرونو دوامداره فعالیت د کورني بازار د اړتیاوو په پوره کولو، د عرضې د ثبات او په بازار کې د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د اوبلن ګاز د وارداتو، زېرمو او د بازار وضعیت په دوامداره توګه څاري او د اړتیا په صورت کې به د بازار د ثبات او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

شرکت له هېوادوالو غوښتي، چې د بازار اړوند معلومات یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه کړي او بې‌بنسټه معلوماتو او ناسمو راپورونو ته پام ونه کړي.