Afghanistan Oil & Gas Corporation

د برېښنايي تادیاتو په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره شو

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د حساب‌پې شرکت په همکارۍ، د برېښنايي تادیاتو د سیستم پېژندنې، ارزښت، ګڼو اسانتیاوو او کارونې په اړه د…

د برېښنايي تادیاتو په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره شو

کابل - ۱۴۴۸/۵/۲۶ھ.ق د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د حساب‌پې شرکت په همکارۍ، د برېښنايي تادیاتو د سیستم پېژندنې، ارزښت، ګڼو اسانتیاوو او کارونې په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره کړ.

په دغه سیمینار کې د شرکت ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو، چې په ترڅ کې یې د برېښنايي تادیاتو د سیستم، د پیسو لېږد او ترلاسه کولو، د تادیاتو د ترسره کولو څرنګوالي، ګټو او ګڼو اسانتياوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د حساب‌پې استازو د یاد سیستم د کارونې عملي څرنګوالی تشریح کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د سیمینار موخه، د برېښنايي تادیاتو له اسانتیاوو سره د کارکوونکو بلدتیا، د مالي چارو د ترسره کولو بهیر چټکتیا او د تادیاتو په برخه کې د روڼتیا پیاوړتیا وه.

شرکت ژمن دی، چې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې سره، د اداري او مالي چارو معیاري کولو، د کاري بهیرونو چټکتیا، روڼتیا او اغېزمنتیا په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.