Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بغلان ولایت «کیلهګۍ» اوبلن ګازو زېرمو د بیا رغنیزو کارونو دوام
د بغلان ولایت «کیلهګي» اوبلن ګاز د زېرمو د بیارغونې پروژه، چې ارزښت یې ۴.۸ میلیونه افغانۍ دی، رغنیز کارونه یې دوام لري. دغه زېرمې، چې شاوخوا ۳۰۰ ټنه ظرفیت…
د بغلان ولایت «کیلهګي» اوبلن ګاز د زېرمو د بیارغونې پروژه، چې ارزښت یې ۴.۸ میلیونه افغانۍ دی، رغنیز کارونه یې دوام لري.
دغه زېرمې، چې شاوخوا ۳۰۰ ټنه ظرفیت لري، د هېواد په شمالختیځ کې د اوبلن ګازو له مهمو ذخیرهيي او وېش مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د بازار په ثبات او د انرژۍ په دوامدار تأمین کې مهم رول لري او له بشپړېدو سره به یې د بغلان ولایت او ګاونډیو ولایتونو د اوبلن ګاز اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه یقیني شي.
د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوې دي، او تمه ده چې په راتلونکې یوهنیمه میاشت کې به بشپړې شي.
د افغانستان د نفت او ګاز شرکت ژمن دی چې د نفت او ګاز سکتور د زیربناوو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې ورته نورې پروژې هم پلي کړي.