Afghanistan Oil & Gas Corporation
د بیې ټیټوالی او د لاسرسي زیاتوالی؛ په هرات کې اوبلن ګاز په ۵۵ افغانۍ عرضه کېږي
د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت خبر ورکوي، چې د هرات ولایت ښاریانو ملاتړ، په مناسبه بیه د اوبلن ګاز برابرولو، په بازار کې د عرضې…
د بیې ټیټوالی او د لاسرسي زیاتوالی؛ په هرات کې اوبلن ګاز په ۵۵ افغانۍ عرضه کېږي کابل – ۱۴۰۵/۰۴/۳۱ هـ.ش د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت خبر ورکوي، چې د هرات ولایت ښاریانو ملاتړ، په مناسبه بیه د اوبلن ګاز برابرولو، په بازار کې د عرضې زیاتوالي او خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولتي اوبلن ګاز د پلور مرکزونه یې له ۵ مرکزونو څخه ۹ مرکزونو ته لوړ کړي دي.
دغه شرکت وایي، چې د یاد اقدام له مخې د اوبلن ګاز بیه هم راټیټه شوې، چې اوسمهال یو کیلوګرام اوبلن ګاز په هرات کې د ټاکل شویو دولتي مرکزونو له لارې د خلکو لپاره په ۵۵؋ عرضه کېږي؛ په داسې حال کې چې مخکې د یو کیلوګرام بیه ۶۰؋ وه.
شرکت زیاتوي، چې دغه اقدام د بازار د ثبات، د نرخونوکنټرول، خلکو ته د اوبلن ګاز د اسانه لاسرسي او د لګښتکوونکو د حقونو خوندي کولو په موخه ترسره شوی دی.
د هرات درانه اوسیدونکي کولای شي خپل د اړتیا وړ اوبلن ګاز له لاندې دولتي پلور مرکزونو څخه ترلاسه کړي: ۱.
کمرکلاغ (نعمت حکمت شرکت) ۲.
نمبر یک ۳.
خواجهکله ۴.
د عراق دروازه ۵.
فرقه ۶.
د کندهار دروازه ۷.
تانک مرکز ۸.
سپینادې ۹.
دروازه خشک د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټینګار کوي، چې د مناسبې بيې له مخې د اوبلن ګاز د عرضې بهیر به دوام ولري او د اړتیا په صورت کې به د هرات ښار نورو سیمو ته هم د پلور مرکزونه لړۍ وغځول شي.