Afghanistan Oil & Gas Corporation
د جوزجان مرکزي پمپسټېشن ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د رغنیزو پروژو په دوام، د جوزجان ولایت مرکزي پمپسټېشن د پرانیستې او ګټې اخیستنې لپاره بشپړ چمتو کړی دی. یاد پمپسټېشن، د خصوصي…
د افغانستان نفت او ګاز شرکت د رغنیزو پروژو په دوام، د جوزجان ولایت مرکزي پمپسټېشن د پرانیستې او ګټې اخیستنې لپاره بشپړ چمتو کړی دی.
یاد پمپسټېشن، د خصوصي سکتور د پانګونې یوه مهمه بېلګه بلل کېږي، چې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې او د امتیازي تړون له مخې د ۱۴ کلونو لپاره، فضل عقاب فرزاد لمیتد سوداګریز شرکت ته سپارل شوې ده.
د دغې پروژې اساسي موخه کورني بازار ته د باکیفیته نفتي موادو عرضه، د توزیع بهیر اسانتیا او د خدماتو معیاري کول دي.
همداراز ټینګار شوی، چې د دې مرکز په فعالیت سره به د چاپېریال ساتنې اصول هم په پام کې ونیول شي.
د افغانستان د نفت او ګاز شرکت هڅه کوي، د هېواد د نفتي توکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره کړي او ترڅنګ یې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو له لارې د هېواد په اقتصادي ودې او ملي آبادۍ کې اغېزناک رول ولوبوي.