Afghanistan Oil & Gas Corporation

د نفتي توکو د بیو د لوړوالي په اړه وضاحت

د نفتي توکو بیې یوازې د یوه هېواد د داخلي بازار له شرایطو سره تړاو نه لري، بلکې د نړیوالو بازارونو، د خامو نفتو د بیو، د عرضې او تقاضا، د انتقال او…

د نفتي توکو د بیو د لوړوالي په اړه وضاحت

کابل- ۱۴۴۸/۳/۱۰ھ.ق د نفتي توکو بیې یوازې د یوه هېواد د داخلي بازار له شرایطو سره تړاو نه لري، بلکې د نړیوالو بازارونو، د خامو نفتو د بیو، د عرضې او تقاضا، د انتقال او ترانسپورټ لګښتونو، مالیاتو، د اسعارو د ارزښت او نورو اقتصادي عواملو له بدلونونو سره مستقیم تړاو لري.

لکه څنګه چې څرګنده ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.

افغانستان د نفتي توکو په برخه کې یو وارداتي هېواد دی او د خپلې اړتیا وړ نفتي توکي له روسیې، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، آذربایجان، قزاقستان او ځینو نورو هېوادونو څخه واردوي.

له همدې امله، په سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې د یادو توکو د بیو هر ډول بدلون، په مستقیم یا غیرمستقیم ډول، د افغانستان پر داخلي بازار هم اغېز کوي.

اوس مهال په سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې د عرضې کمښت او د تقاضا زیاتوالی د نفتي توکو د بیو د لوړوالي له عمده لاملونو څخه دي.

په بازار کې د عرضې او تقاضا کچه د بیېو په ټاکلو کې اساسي رول لري؛ کله چې عرضه کمه او تقاضا زیاته شي، طبیعي ده چې د توکو بیې لوړېږي.

د دې ترڅنګ، په مبدأ هېوادونو کې د نفتي توکو د عرضې کمښت، د صادراتو کموالی او پر صادراتو د محدودیتونو وضع کېدل هم د بیېو پر لوړوالي اغېز لري.

د بېلګې په توګه، روسیه د نفتي توکو له مهمو صادرونکو هېوادونو څخه ده، خو د اوکراین له لوري پر یو شمېر مهمو تصفیه‌خونو او نفتي تأسیساتو بریدونو او د هغوی د فعالیتونو د ټکني کېدو له امله د دغه هېواد په داخلي بازار کې د عرضې فشار زیات شوی دی، چې د همدې وضعیت له امله روسیه د خپل داخلي بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو هېوادونو څخه د نفتي توکو واردولو ته هم اړ شوې ده.

له بلې خوا، سوداګر هم د بازار د شرایطو او اقتصادي ګټو له مخې خپل فعالیتونه تنظیموي.

کله چې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیې لوړې شي، سوداګر خپلو ګټو ته په پام سره هغه توکي چې مخکې یې افغانستان ته صادرول، نورو بازارونو ته په لوړه بیه صادر وي.

دا وضعیت هم د افغانستان په بازار کې د بیو د لوړوالي له عواملو څخه ګڼل کېدای شي.

همدارنګه، د نفتي توکو د انتقال او ترانزیټ لګښتونه د بیو پر لوړوالي اغېز لرلای شي.

افغانستان د نفتي توکو ډېره برخه د ځمکني ترانسپورټ له لارې واردوي؛ له همدې امله د ترانسپورټ، ترانزیټ، بارولو، تخلیې او نورو اړوندو لګښتونو زیاتوالی د نفتي توکو پر وروستۍ بیه اغېز کوي.

د یادونې وړ ده، که د تېرو څو میاشتو وضعیت ته وکتل شي، په همدې موده کې په نړۍوالو او سیمه‌ییزو بازارونو کې د نفتي توکو بیې د یادو شویو عواملو له امله لوړې شوې وې؛ خو په افغانستان کې د دغو بدلونونو اغېز تر وروستیو ورځو پورې په هماغه کچه د پام وړ نه و.

د دې عمده لامل دا و چې د هېواد خصوصي سکتور او امارتي ذخایرو کې په کافي اندازه نفتي توکي موجود و او د بازار اړتیاوې تر ډېره له همدې ذخایرو څخه تأمینېدې.

که د سیمې د هېوادونو د نفتي توکو بیې له افغانستان سره پرتله شي، لیدل کېږي چې په یو شمېر اسیایي هېوادونو کې، لکه؛ ازبکستان چې یو لیټر پټرول ۹۵،۳افغانۍ او ډیزل ۸۱افغانۍ؛ تاجکیستان کې یو لیټر پټرول ۹۱،۷افغانۍ او ډیزل ۱۱۲،۶۶افغانیو پورې رسېږي.

سربېره پر دې، هغه هېوادونه چې په کور دننه د نفتو د استخراج او تولید ظرفیت لري، په ځینو مواردو کې د خپلو حکومتونو له لوري د نفتي توکو په بیو کې له سبسایډي او نورو حمایوي پروګرامونو څخه برخمن دي او د هغوی داخلي بیې له نړۍوالو بازارونو سره یو شان نه وي، لکه؛ ایران او ترکمنستان، په دغو هیوادونو کې نسبت نړۍوالو او سیمه‌ییزو بیو ته ټېټې بیې دي، خو دغه بيي یوازي د هماغه هیوادونو داخل کي وي، د صادراتو نرخونه يي د سیمه‌ییز بازار د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کيږي.

د شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د افغانستان نفت او ګاز شرکت هڅه کوي، چې له اړوندو ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ، د نفتي توکو د بازار وضعیت په دوامداره توګه وڅاري او د عرضې د ثبات او د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.