Afghanistan Oil & Gas Corporation
د کانونو او پټرولیم وزیر په حیرتان بندر کې د افغانستان نفت او ګاز شرکت له ذخايرو او تأسیساتو څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په حیرتان بندر کې د یاد شرکت له اړوند ذخایرو او تاسیساتو څخه لیدنه…
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په حیرتان بندر کې د یاد شرکت له اړوند ذخایرو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې نوموړي د شرکت د عملي چارو، د نفتي توکو د ذخیره کولو ظرفیت، د تخلیې او بارګیرۍ بهیر او د موجوده تخنیکي امکاناتو ارزونه وکړه.
د شرکت اړوند د حيرتان بندر نفت او ګاز ریاست مسؤولینو، د کانونو او پټرولیم وزیر، ښاغلي الحاج ملا هدایت الله بدري ته د روانو فعالیتونو، د نفتي موادو د تورید، تذخیر او توزیع په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لیدنې پر مهال د شرکت د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا لپاره باید د ذخایرو مدیریت، د کیفیت ساتنه او د توکو چټک انتقال لا ښه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصادي ځان بساینې په موخه د انرژۍ په برخه کې ستراتیژیکو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په پای کې وزیر اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د تخنیکي معیارونو د مراعت، شفاف مدیریت او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي؛ څو د هېواد د نفتي اړتیاوو په پوره کولو کې شته ظرفیتونه په اغېزمن ډول وکارول شي.