Afghanistan Oil & Gas Corporation
له ۱۷ کلن ځنډ وروسته؛ په هېواد کې د نفتي ذخایرو ۴۰ زره ټنه ظرفیت بیا فعالېدل
د افغانستان نفت او ګاز شرکت، په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر (۲) ذخایرو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده. یاد ذخایر چې ټولیز ظرفیت یې ۶۰ زره ټنه دی، اوس مهال…
د افغانستان نفت او ګاز شرکت، په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر (۲) ذخایرو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده.
یاد ذخایر چې ټولیز ظرفیت یې ۶۰ زره ټنه دی، اوس مهال ترې شاوخوا ۲۰ زره ټنه استفاده کېږي او هڅې روانې دي څو پاتې ۴۰ زره ټنه ظرفیت هم بشپړ فعال شي.
یاد ذخایر، چې له ۱۷ کلونو راهیسې غیرفعاله پاتې وه، اوس د بیا فعالېدو په درشل کې دي، چې د بیارغونې چارې یې د حیرتان بندر نفت او ګاز ریاست تر څارنې لاندې په منظم ډول روانې دي.
تمه ده چې په راتلونکو پړاوونو کې به ټول ظرفیت فعال شي.
همداراز د ریل پټلۍ اړوند اسانتیاوې برابرې شوې، ترڅو یادو ذخایرو ته د واګونونو د رسېدو زمینه برابره شي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت په باور، د دغو ذخایرو بیا فعالېدل به د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا، د ذخایرو ظرفیت لوړونې او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.