Afghanistan Oil & Gas Corporation

په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه مهار شوه

د اسلام‌کلا بندر د نفتي توکو د موټرو په تمځای کې رامنځته شوې اورلګېدنه د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د اوروژنې ټیم او نورو…

په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه مهار شوه

هرات – چهارشنبه، د 1405 لمریز کال د تلې 8مه د اسلام‌کلا بندر د نفتي توکو د موټرو په تمځای کې رامنځته شوې اورلګېدنه د افغانستان نفت او ګاز شرکت اړوند د هرات نفت او ګاز حوزوي ریاست د اوروژنې ټیم او نورو مرستندویه ټیمونو د ګډو هڅو په پایله کې په بشپړه توګه مهار شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغې پېښه کې د نفتي توکو ۱۵ موټر له منځه تللي دي.

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د ورته پېښو د مخنیوي او پر وخت مهارولو لپاره هر وخت چمتو دی.