Afghanistan Oil & Gas Corporation

په اندخوی ولسوالۍ کې شپږ جریبه ځمکه بېرته د شرکت ملکیت ته راوګرځول شوه

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ جریبه (۱۲ زره مترمربع) ځمکه بېرته خپل ملکیت ته…

په اندخوی ولسوالۍ کې شپږ جریبه ځمکه بېرته د شرکت ملکیت ته راوګرځول شوه

کابل – دوشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې ۱۳مه د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ جریبه (۱۲ زره مترمربع) ځمکه بېرته خپل ملکیت ته راوګرځوله.

یاده ځمکه له اوږدې مودې راهیسې د شرکت له واک او تصرف څخه بهر وه، چې د پرله‌پسې هڅو په پایله کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۲۱۷۶/۱۱۲۲ ګڼې، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الثاني د ۱۳مې نېټې د حکم پر بنسټ، بېرته د افغانستان نفت او ګاز شرکت په واک کې ورکړل شوه.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د خپلو ملکیتونو د ساتنې، تثبیت او اغېزمن مدیریت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.