Afghanistan Oil & Gas Corporation

په جوزجان ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د استول شوي پلاوي، د جوزجان ولایت د مقام استازو، مسؤولینو، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې، د…

په جوزجان ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغانستان نفت او ګاز شرکت د استول شوي پلاوي، د جوزجان ولایت د مقام استازو، مسؤولینو، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې، د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه، چې یو سوداګریز مارکېټ او د مرکزي جوزجان پمپ‌سټېشن پکې شامل دی، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت له لوري یاده پروژه له مخکې د آزادې پانګیزې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوې وه، چې د «فضل عقاب فرزاد لیمیتد» په نوم خصوصي شرکت یې ګټونکی پېژندل شوی و او یاد شرکت د ټاکل شویو معیارونو له مخې، د ۴۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره، دغه پروژه ګټې‌اخیستنې ته چمتو کړه.

یاده پروژه د مرکزي جوزجان پمپ‌سټېشن، چې موټر وینځلو ځای، جومات، اودس‌ځای او سوپرمارکېټ لري، سربېره یو سوداګریز مارکېټ هم رانغاړي.

د دغې پروژې د ګټې‌اخیستنې په مراسمو کې مسؤولینو په هېواد کې د پانګونې، د زیربناوو پراختیا، د خدماتي او اقتصادي تأسیساتو د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف‌الدین معتصم، د دغې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل، د خلکو لپاره د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام وباله او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل، چې په کور دننه پانګونه وکړي.

د شرکت د جایدادونو د ثبت او جوازونو مرستیال، مفتي محمد نعیم نعمان، وویل: «د بشپړ امنیت تر سیوري لاندې په هېواد کې د بیارغنیزو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده.» نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان نفت او ګاز شرکت په ټول هېواد کې د نفتي‌توکو د زیربناوو پراختیا، برنډ جوړونې او د معیاري تأسیساتو د رامنځته کولو بهیر ته دوام ورکوي.

ځايي اوسېدونکو هم د دغې پروژې له ګټې‌اخیستنې هرکلی وکړ او په یاد ولایت کې یې د ورته اقتصادي او زیربنايي پروژو د دوام غوښتنه وکړه.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت مطبوعات