Afghanistan Oil & Gas Corporation

په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر ۲ ذخیرې د اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بنسټیزو ودانیزو پروژو د پراختیا په دوام، په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر ۲ ذخیرې د اداري ودانۍ رغنیزې چارې په منظم ډول…

په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر ۲ ذخیرې د اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

کابل – ۱۹/۱/۱۴۴۸ هـ.ق د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بنسټیزو ودانیزو پروژو د پراختیا په دوام، په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر ۲ ذخیرې د اداري ودانۍ رغنیزې چارې په منظم ډول روانې دي.

د ترسره شوې تخنیکي ارزونې له مخې، د پروژې شاوخوا ۹۸ سلنه ودانیزې چارې بشپړې شوې، چې پاتې کارونه به یې ډیر ژر بشپړ شي.

یاده پروژه یوه پوړیزه معیاري اداري ودانۍ ده، چې په کې بېلابېل اداري دفترونه او کاري خونې په پام کې نیول شوې دي.

د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د کارکوونکو لپاره مناسب، منظم او معیاري کاري چاپېریال رامنځته شي او مراجعینو ته به د چټکو، اغېزمنو او باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو زمینه لا نوره هم برابره شي.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د هېواد د انرژۍ سکټور د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا، د اداري ظرفیتونو د پیاوړتیا او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پرمختیايي او ودانیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی؛ ترڅو د هېواد د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ په برخه کې خپل اغېزناک رول ترسره کړي.