Afghanistan Oil & Gas Corporation
په روزنک بندر کې د نفتي توکو زیرمې ځای پر ځای کول
د افغانستان نفت او ګاز شرکت له لوري د هرات ولایت د روزنک بندر په ساحه کې د نفتي توکو لس (۱۰) زیرمې، چې ټولیز ظرفیت یې (۸۴۰ ټنه) ته رسېږي، ځای پر ځای شوې دي.…
د افغانستان نفت او ګاز شرکت له لوري د هرات ولایت د روزنک بندر په ساحه کې د نفتي توکو لس (۱۰) زیرمې، چې ټولیز ظرفیت یې (۸۴۰ ټنه) ته رسېږي، ځای پر ځای شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، دغه اقدام د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا، د وارداتي نفتي توکو د اغېزمن مدیریت او د سټراټیژیکو زېرمو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
همدارنګه، د اسلامقلعه بندر څخه د نفتي توکو د لېږد ترڅنګ، نوې زیرمې د واګونونو د تخلیې بهیر چټکوي او د اورګاډي کرښه پر وخت ازاده ساتي، چې له امله یې اضافي لګښتونه راکمېږي او د ضایعاتو مخه نیول کېږي.
سربېره پر دې، د ټرانسپورټي ستونزو پر مهال دغه زیرمې د خوندي ذخیره کولو اسانتیا برابروي او د عرضې ځنځیر د درېدو مخه نیسي، څو بازارونو ته د نفتي توکو رسونه په منظم ډول ترسره شي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د نفتي توکو د تأسیساتو د پراختیا او عصري کولو هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د هېواد د انرژۍ اړتیاوې په باوري او معیاري ډول پوره شي.
همدارنګه پلان شته چې د دغو زیرمو ټولیز ظرفیت په راتلونکو پړاوونو کې تر ۵۰۰۰ ټنه پورې لوړ شي.