Afghanistan Oil & Gas Corporation

په مناسبه بیه د اوبلن ګاز عرضه دوام لري

د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار ثبات او د خلکو اړتیاوو پوره کولو په موخه، په یو شمېر ولایتونو کې د اړونده پلورنځيو له لارې د اوبلن ګاز عرضه په مناسبو…

په مناسبه بیه د اوبلن ګاز عرضه دوام لري

کابل - 1405/4/29 ھ.ش د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار ثبات او د خلکو اړتیاوو پوره کولو په موخه، په یو شمېر ولایتونو کې د اړونده پلورنځيو له لارې د اوبلن ګاز عرضه په مناسبو بیو سره دوام لري.

اوسمهال د شرکت په پلورنځيو کې، یوه کیلو اوبلن ګاز په کابل او پروان ولایتونو کې ۶۶ ؋، په بدخشان ولایت کې ۶۷ ؋ په بلخ ولایت کې۶۴؋ او په هرات ولایت کې ۶۰؋ بیې سره عرضه کېږي.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت وايي، د اوبلن ګاز منظمه عرضه، د بیو ثبات او د خلکو لپاره باکیفیته خدمات وړاندې کول یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي.