Afghanistan Oil & Gas Corporation
یو لړ کارکوونکي په نویو دندو وګمارل شول
د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې د مسلکي ظرفیتونو د غوره استفادې، د مسؤولیتونو د اغېزمن تنظیم او د کاري بهیر د ښهوالي په موخه، د ریاست الوزراء عالي مقام او د…
کابل – ۱۴۰۵/۰۵/۰۱ هـ.ش د افغانستان نفت او ګاز شرکت کې د مسلکي ظرفیتونو د غوره استفادې، د مسؤولیتونو د اغېزمن تنظیم او د کاري بهیر د ښهوالي په موخه، د ریاست الوزراء عالي مقام او د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د منظورۍ له مخې، یو شمېر کارکوونکي په بېلابېلو بستونو او نویو دندو وګمارل شول.
د ترسره شویو بدلونونو پر بنسټ، یو شمېر کارکوونکي د شرکت په مرکزي او ولایتي تشکیلاتو کې په نویو دندو وګمارل شول.
د دغو ګمارنو او تبدیلاتو موخه د اداري همغږۍ پیاوړتیا، د کاري بهیر لا ښهوالی او د ادارې د فعالیتونو اغېزمنتیا لوړول دي، ترڅو د شرکت چارې په لا ښه همغږۍ، چټکتیا او مؤثریت سره پرمخ ولاړې شي.
د افغانستان نفت او ګاز شرکت رهبري هیله څرګندوي چې نوي ګمارل شوي مسؤولین به د مسلکي ژمنتیا، امانتدارۍ او اغېزمن مدیریت له لارې د ادارې د موخو د تحقق او هېوادوالو ته د غوره خدمت په برخه کې رغنده ونډه واخلي.