لیتري کمېشن څارنه
د پمپسټېشنونو د لېټري کمېشن او مالیاتو د محاسبې بهیر د روڼتیا، دقت او نظم د تأمین او د وېشل شوو تېلو د مقدار د کره ثبت او محاسبې په موخه ترسره کېږي. دغه…
/contact رسمي عامه خدمت د پمپسټېشنونو لېټري کمېشن څارنه ps د تېلو د ټانکونو د لېټري کمېشن او مالیاتو د محاسبې بهیر د روڼتیا، دقت او نظم د تأمین او د وېشل شوو تېلو د مقدار د کره ثبت او محاسبې په موخه ترسره کېږي. دغه بهیر په دوو عمده برخو وېشل کېږي؛ لومړۍ برخه یې د اړوند ولایت د مستوفیت له لوري د لېټري کمېشن او مالیاتو محاسبې او دویمه برخه یې په بندرونو کې د لېټري کمېشن او د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو پورې اړه لري. د اړوند ولایت د مستوفیت له لوري لېټري کمېشن image-right ps د مستوفیت ټاکل شوی پلاوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د استازي په ملتیا، پمپسټېشن ته مراجعه کوي. د تېلو د وېش د پایهوو د میترونو اوسنۍ شمېرې په محل کې ثبت او تثبیتېږي. اوسنۍ شمېرې د تېر ربع له ثبت شوو شمېرو سره، چې د مستوفیت په اسنادو کې موجودې وي، پرتله کېږي. د پخوانیو او اوسنیو شمېرو ترمنځ توپیر محاسبه کېږي او د ربع په جریان کې د وېشل شوو تېلو ټولیز مقدار تثبیتېږي. د وېشل شوو تېلو د مقدار او ترسره شوو محاسباتو پر بنسټ، دپمپسټېشن د ورکړې وړ مالیې اندازه ټاکل کېږي. د پمپسټېشن مالک یا مسؤول مکلف دی، چې ټاکل شوې مالیه د نافذه مقرراتو او اړوندو محاسباتو له مخې اړوند مستوفیت ته تادیه کړي. د لېټري کمېشن پروسه چې د اړوند ولایت د مستوفیت له لوري ترسره کېږي، په ربعوار ډول ترسره کېږي. په دې بهیر کې د مستوفیت ټاکل شوی پلاوی، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د استازي په حضور کې، له پمپسټېشنونو څخه لیدنه کوي او د تېلو د وېش د پایهوو د میترونو شمېرې ثبت او تثبیتوي. د کار بهیر په لاندې ډول ترسره کېږي: کمېشن لېټري په بندرونو کې image-right ps د کمېشن لېټري دویمه برخه د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بندري فعالیتونو او وړاندې کېدونکو خدماتو پورې اړوند ده. دغه شرکت په اړوندو بندرونو کې د حقالخدمت په برخه کې فعالیت کوي او د وړاندې شوو خدماتو په بدل کې، د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې، لېټري کمېشن ترلاسه کوي. په دې برخه کې د کمېشن اندازه د هر لېټر تېلو په بدل کې ۲۰ پیسې ټاکل شوې ده. د یاد حقالخدمت په بدل کې، د افغانستان نفت او ګاز شرکت مکلف دی، چې د تېلو د توزیع پایې د یو ځل کارېدونکو سرغچونو په وسیله مهر او لاک کړي؛ ترڅو د توزیع د پروسې د کنټرول، ثبت او تثبیت زمینه برابره شي. د سرغچ خدمت image-right ps د هر ربع په پای کې، ټاکل شوی پلاوی پمپسټېشن ته مراجعه کوي. د تېلو د توزیع د پایې د کمپیوټري سیستم او اړوندې برخې د خوندي کولو لپاره لګېدلی یو ځلکارېدونکی سرغچ معاینه کېږي. پلاوی سرغچ پرانیځي او د تېلو د توزیع د پایې وضعیت په دقت سره ارزوي. په سیستم کې ثبت شوي ارقام او د توزیع د پایې د گردش میزان تر څېړنې او ارزونې لاندې نیول کېږي. د هرې توزیع پایې له لوري د اړوند ربع په