د پمپسټېشنونو او د تېلو د وېش پایو د تخنیکي ستونزو ته رسیدنه
د پمپسټېشنونو او د تېلو د وېش د پایو د تخنیکي ستونزو د حل بهیر، د مرکز، ولایتونو او نورو دولتي ادارو اړوند تجهیزاتو د تخنیکي ستونزو د ثبت، ارزونې، تشخیص او…
/contact رسمي عامه خدمت د چا لپاره دی ps عامه مشتریان جواز لرونکي شرکتونه دولتي ادارې منظور شوي شریکان عامه مراجعین، جواز لرونکي متشبثین، دولتي ادارې او منظور شوي اداري شریکان. اصلي وړتیاوې ps تایید شوي معلومات او د AOGC له مسؤلو واحدونو سره همغږي. تایید شوي معلومات او د AOGC له مسؤلو واحدونو سره همغږي. معیارونه او خوندیتوب ps مستند کیفیت، خوندیتوب، اندازه او اطاعت کنټرولونه پلي کېږي د خدمت بهیر ps شرایط وګورئ، له رسمي لارې غوښتنه وکړئ او تایید ترلاسه کړئ. د پمپسټېشنونو او د تېلو د وېش پایو د تخنیکي ستونزو ته د رسیدنې بهیر image-right ps د غوښتنې وړاندې کول: اړوند مرجع خپله تخنیکي ستونزه د رسمي وړاندیز له لارې د شرکت مقام ته وړاندې کوي. د موضوع راجع کول: موضوع د ترلاسه کېدو وروسته د ارزونې او رسیدګۍ لپاره تخنیکي او عملیاتي ریاست ته راجع کېږي. د تخنیکي پلاوي ټاکل: تخنیکي او عملیاتي ریاست موضوع د تېلو ټانکونو مدیریت ته سپاري او اړوند مدیریت د مسلکي کارکوونکو او میخانیکانو څخه جوړ تخنیکي پلاوی ټاکي. په ساحه کې ارزونه: موظف پلاوی ساحې ته استول کېږي او د تېلو ټانک، د وېش پایو، تجهیزاتو، ماشینآلاتو او اړوندو سیسټمونو تخنیکي وضعیت له نږدې ارزوي. د ستونزې تشخیص: د ستونزې ډول، لامل، د تجهیزاتو وضعیت او د ترمیم، پرزو یا ځانګړو تجهیزاتو اړتیا مشخصېږي. د ستونزې حل: که ستونزه ساده وي او اساسي ترمیم یا ځانګړو تجهیزاتو ته اړتیا ونه لري، تخنیکي پلاوی یې تر خپلې وسې پورې په ساحه کې حل او سیسټم بېرته فعالوي. د اړینو اقداماتو وړاندیز: که ستونزه د پرزو، ځانګړو تجهیزاتو یا اساسي ترمیماتو اړتیا ولري، اړین موارد او تخنیکي وړاندیزونه په راپور کې درج او د راتلونکو اقداماتو لپاره وړاندې کېږي. د تخنیکي راپور ترتیب: پلاوی د ارزونې له بشپړېدو وروسته د موندنو، ستونزې د ډول او لامل، ترسره شویو اقداماتو او اړینو وړاندیزونو په اړه تخنیکي راپور ترتیبوي. د راپور وړاندې کول او ثبت: وروستی راپور د شرکت مقام ته وړاندې او یوه کاپي یې له وړاندیز کوونکي مرجع سره شریکېږي، څو ترسره شوي اقدامات په رسمي ډول ثبت او تعقیب شي. تعقیب او د ستونزې د تکرار مخنیوی: د ستونزو او تخنیکي راپورونو سوابق ساتل کېږي، څو د ترمیماتو په پلان جوړونه، د تکراري ستونزو په تشخیص او د تېلو ټانکونو او د وېش پایو د تخنیکي وضعیت په ښه والي کې ترې ګټه واخیستل شي. د پمپسټېشنونو او د تېلو د وېش د پایو د تخنیکي ستونزو د حل بهیر، د مرکز، ولایتونو او نورو دولتي ادارو اړوند تجهیزاتو د تخنیکي ستونزو د ثبت، ارزونې، تشخیص او حل لپاره یو منظم بهیر دی. دا بهیر د رسمي وړاندیز له ترلاسه کولو څخه پیلېږي او د موضوع له ارزونې او راجع کولو وروسته، موظف تخنیکي پلاوی ساحې ته استول کېږي، څو ستونزه له نږدې وڅېړي او د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي