په افغانستان کې د تېلو او ګازو د محصولاتو بیې مختلفو لاملونو پورې تړاو لري چې کولای شو د دغو اغېزمنو لاملونو له جملې څخه د اسعارو د تبادلې نرخونو، د تېلو او ګازو نړیوال نرخونو، د ټرانسپورټ لګښتونو، نړیوال بندیزونو، کورنۍ او بهرنۍ غوښتنو، د بازار سیالي، او مالیاتو ته اشاره وکړو. دې فکتورونو او لاملونو ته په کتو سره، د افغانستان نفت او ګازو شرکت د خپلو محصولاتو لپاره عادلانه او رقابتي نرخونه ټاکي. د یادولو وړ ده چې دا شرکت د څارنې او کیفیت د کنټرول سیسټمونو په کارولو سره د خپلو محصولاتو کیفیت او معیار هم تضمینوي. د ملي اقتصاد د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په موخه، دغه شرکت هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو بیې د امکان تر حده ټیټې وساتي.