د افغانستان نفت او ګازو شرکت عمومي ریاست مخې ته د احاطې دېوال جوړولو پروژه

د افغانستان نفت او ګازو شرکت عمومي ریاست مخې ته د احاطې دېوال جوړولو پروژه

  1403 - جدی - 02

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د افغانستان نفت او ګازو شرکت عمومي ریاست مخې ته د احاطې دېوال جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/PR/ RFQ/1403/049 دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ۰۵/۱۰/۱۴۰۳ ه ش نېټه د چهار شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي. د یادولو وړ ده  چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.