د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ امارتي تېلو ټانک باندې د پانګونې اعلان

د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ امارتي تېلو ټانک باندې د پانګونې اعلان

  1404 - جوزا - 08

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې په جوزجان ولایت کې خپل ملکیت(آقچې ولسوالۍ امارتي تېلو ټانک) د شخصي پانګې پرمټ د تړون د امتیاز په بدل کې بیاورغوي. هغه کسان، اشخاص او شرکتونه چې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر(۲۶/۱۲/۱۴۴۶)هجري قمري، چې د(۲/۴/۱۴۰۴) هجري لمریز سره سمون لري، پورې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د یاد ټانک د بیارغونې پروژې شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د جوزجان ولایت د نفت او ګاز مدیریت څخه او یا هم د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل، د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کولای شي.

یادونه: داوطلبان دې د پروژې د نقشې او بل احجام د ترلاسه کولو لپاره له ځان سره فلش راوړئ.