
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د هلمند ولایت د نفت او گازو عمومی مدیریت د اداري ودانۍ جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/1403/W-048 دی، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپرېدو څخه ۲۱ تقویمی ورځو په لړ کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په ټاکل شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې د پروژې د وړاندیز تضمین د یادې پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه مبلغ ۳۳۵۰۷۸ درې سوه او پنځه دېرش زره او اته اویا افغانۍ او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي او همداراز بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.