د کابل له ذخایرو څخه د ا.ا.ا یو وزارت ته د دوه قلمه تېلو د لېږد پروژه

د کابل له ذخایرو څخه د ا.ا.ا یو وزارت ته د دوه قلمه تېلو د لېږد پروژه

  1403 - جدی - 10

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له کابل مرکزي ذخایرو څخه دایکندي ولایت او د کابل ولایت مقام ته ته د دوه ډوله تېلو د لېږد پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یېAOGC/PR/RFQ/1403/04  دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په ټاکلې نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ۱۳/۱۰/۱۴۰۳ ه ش کال، د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي او همداراز بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.