د ۱۰ قلمه تعمیراتي توکو د پیرود پروژه

د ۱۰ قلمه تعمیراتي توکو د پیرود پروژه

  1403 - قوس - 19

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د اړتیا وړ د 10 قلمه تعمیراتی توکو د پیرود پروژې چې تشخصیه نمبر یې ((AOGC/NCB/1403/G-022 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین د پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۳۸۸۸۰ (سی و هشت هزار و هشت صدو هشتاد افغانۍ) او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.