
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د ۲۵۰ ډیجیټلي تلو د پيرود پروژې تړون چې د AOGC/NCB/1403/G-032 تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د مجموعي ارزښت ۶۹۲۰۰۰ (شپږ سوه او دوه نوي زره افغانیو، په بدل کې د انصاف های سکیل پروډکشن کمپنۍ ته چې د (D-02-1818) جواز نمبر لرونکی او د ننګرهار، سرخرود ولسوالۍ په سبزاباد کې موقعیت لري، موافقه وکړه.
هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.