هرات ولایت د تورغنډۍ له ذخایرو څخه د کندهار ولایت برېښنا امارتي شرکت ذخایرو ته د (۱۷۹۳ټنه) ډېزل لېږدول

هرات ولایت د تورغنډۍ له ذخایرو څخه د کندهار ولایت برېښنا امارتي شرکت ذخایرو ته د (۱۷۹۳ټنه) ډېزل لېږدول

  1404 - حمل - 27

هرات ولایت نفت او ګاز ریاست، پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د "د هرات ولایت د تورغنډۍ له ذخایرو څخه د کندهار برېښنا امارتي شرکت ذخایرو ته د بالمقطع تړون په ترڅ کې د (۱۷۹۳ټنه) ډېزل "د لېږدونې پروژه، چې د(AOGC/NCB/HRT/1404/NCS/004) ګڼې لرونکې ده، د داوطلبۍ په لړۍ کې ګډون وکړي او د یاد پروژې د نرخ‌اخیستنې غوښتنلیک سافټ بڼه د ادارې له اړوندو ټولنیزو پاڼو څخه او فزیکي بڼه یې په رسمي وخت کې د هرات ولایت نفت او ګاز ریاست له تهیه او تدارک مدیریت څخه ترلاسه کړئ.
ښاغلو داوطلبانو! د نرخ‌اخیستنې په غوښتنلیک کې درج شوو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم خپل آفرونه سرتړلي ډول د آفرپرانیستې ناستې ته، چې د (۳۰/۱/۱۴۰۴هـ .ش) کال چې له (۲۱/۱۰/۱۴۴۶هـ .ق) کال سره سمون لري، د شنبې ورځ سهار (۱۰:۰۰) بجې  د یاد ریاست اداري ودانۍ، چې ("مرکز ۵۶ټانک" شا ته موقعیت لري) ترسره کیږي، له ځان سره راوړئ.

د یادونې وړ ده، چې ناوخته انټرنیټي رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.