پروژه انتقالات تیل به یکی از وزارت ها

پروژه انتقالات تیل به یکی از وزارت ها

  1403 - قوس - 29

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ وزارت ته د تېلو دانتقالاتو  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/PR/RFQ/403/03 دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په ټاکلې نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ۲۱/۰۶/۱۴۴۶ ه ق چې د ۰۳/۱۰/۱۴۰۳ ه ش کال سره سمون لری، د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.