
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسؤلینو نن یکشنبه ۰۱/۰۷/۱۴۰۳ هـ ش کال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ”ملت ته د حساب ورکولو“ په پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه ریاست د یو کال کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
ښاغلي محمد نصیر رحیمي (انجنیرحسن) د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په دغه خبري کنفرانس کې هم ګډون کړی وو، چې په هېواد کې د نفتي توکو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي رحیمي د نفتي توکو د قیمت او کیفیت په اړه وویل؛ د تېلو او ګازو په کیفیت او بیه کې ښه والی راغلی. لکه څنګه چې تاسو ته څرګنده ده، پخوا د نفتي توکو په رالېږد کې مافیایي کړۍ، په دولتي ادارو کې فساد، بهرنی اشغال او ناسالم رقابت هغه څه وو، چې د نفتي توکو کیفیت باندې یې منفي اغېزه کړې وه، خو اوس مهال یاد عنصرونه له منځه تللي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، ځینې ننګونې شته، لکه په بندرونو کې د لابراتوارونو کمښت، دغه ستونزه د نفتي توکو په کیفیت او را لېږدونې کې خنډونه رامنځته کړي؛ خو لله الحمد امیرالمؤمنین حفظه الله د دې ستونزې د هوارولو په موخه (۳۰۰) میلونه افغانۍ بودیجه منظور کړې ده.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ د نفتي توکو دقیق قمیت وړاندې کول ستونزمن کار دی، دا ځکه چې ډېر نور عوامل هم شته چې د نفتي توکو پر قیمت اغېزه لرلی شي، لکه د اسعارو تبادله، په نړیوالو بازارونو کې قیمتونه، په هیوادونو کې سیاسي حالتونه، رقابت، په بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی....
رحیمي صاحب د کورني تولید کمیت او کیفیت په اړه وویل؛ اوسمهال په شمال کې له نفتي حوزو څخه دوه لکه، اویا زره او سل ټنه د تېلو کورنی تولید لرو، چې د کلني اړتیا لس سلنه پوره کوي.
همدارنګه هغه د کیفیت په برخه کې وویل چې د کورنیو تولید شویو تېلو کیفیت د معیاري کولو لپاره په هیواد کې د تصفیې خونې نه موجودیت ده. په دې برخه کې د لوړکیفیت وارد شویو تېلو سره کورني تولید شوي تېل ګډوي او د ګټې اخیستنې په موخه د انسا ادارې له اجازې سره سم بازار ته وړاندې کوي.
ښاغلي رحیمي د (Af-Chin) قرارداد په برخه کې زیاته کړه؛ کوم قرارداد چې د کانونو او پترولیم وزارت له لوري له (Af-Chin) سره شوی، د شرکت مکلفیت پکې دا ده، چې د ورځني تولید کچه د پنځو کلنو په ترڅ کې (۴۷۰۰) ټنه ته پورته کړي. که چېرته یاد هدف ته (Af-Chin) ورسیږي؛ نو په پایله کې د بازار (۶۷)سلنه اړتیاوې به له کورني تولید څخه وي.
د دې ترڅنګ ښاغلي رحمیي زیاته کړه؛ له بهر څخه په کلني ډول د دونیم څخه تر درې میلیونه ټنه پورې د نفتي توکو واردات لرو.
په ژمي کې په طبعي ډول د ګازو بیه لوړیږي، دا ځکه چې د هېوادوالو تقاضا لوړیږي. په مختلفو ساحو کې د (۸۵) په تعداد د ګازو پلورنځي جوړ کړي، چې اوسمهال یې شمیر(۱۱۷) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري. د دې کار په ترڅ کې هم هېوادوالو ته کار پیدا کیږي او هم د ګازو د قیمت په کنټرولولو کې مهم رول لري. د دې ترڅنګ راتلونکي ته مو هم بشپړ چمتوالی نیولی.