د  اندراګاندي د ماشومانو  روغتیا انسټیټیوټ ریاست سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک

د اندراګاندي د ماشومانو روغتیا انسټیټیوټ ریاست سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک

  1403 - میزان - 05

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د اندراګاندي د ماشومانو  روغتیا انسټیټیوټ ریاست د اړتیا وړ ۱۱۲۰۰۰ لیټره ډيزل او ۲۰۰ لیټره پټرول تېلو د پلور یا رسولو تړون په (3/میزان /1403) نېټه لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ ه ش مالي کال تر پایه به دوه ډوله تېل (پټرول او ډیزل) د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، د اندراګاندي د ماشومانو  روغتیا انسټیټیوټ ریاست ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.