د کابل ښار معارف ریاست سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک شو

د کابل ښار معارف ریاست سره د دوه قلمه تېلو (ډيزل او پټرول) تړون لاسلیک شو

  1403 - سنبله - 22

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د کابل ښار معارف ریاست د اړتیا وړ ۶۵۰۰ لیټره ډيزل او ۶۰۰۰ لیټره پټرول تېلو د پلور یا رسولو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال تر پایه به دوه ډوله تېل (پټرول او ډیزل) د کابل ښار معارف ریاست ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.