
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د ټاپي پروژې لنډه پېژندنه
د ۲۰۰۲ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د یو درې اړخیز تړون په لاسلیک کولو سره یې د یوې مهمې پروژې بنسټ کېښود. دغه مهال یاده پروژه د درې هیوادونو ترمنځ د ټاپ (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) په نوم لاسلیک شوه؛ خو د ۲۰۱۰ زېردیزکال په ډسمبر میاشت کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیک کولو سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او د ټاپيپه نوم ونومول شوه.
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي. د افغانستان په استازیتوب د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت (AOGC)، د ترکمنستان په استازیتوب ترکمن ګاز، د پاکستان په استازیتوب انټرسټېټ ګاز پرایوېټ لمېټد (ISGS) او د هند په استازیتوب ګېل لمېټډ (GAIL) شرکتونه د یادې پروژې د چارو پرمخ وړلو په موخه معرفي شوې. څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د پروژې د تطبیق لپاره به یو کنسرشیوم جوړوي. ترکمن ګاز ته د ۸۵٪ ونډې په ورکولو سره د کنسرشیوم د رهبرۍ مسئولیت وسپارل شو او پاتې ۱۵٪ ونډه پر درې پاتې اړخونو باندې ووېشل شوه چې هر یو اړخ به په پروژه کې د ٪۵ فیصده سهم درلودونکی وي.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ (TAPI Company limited) په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ټاپي په نوم یو مشترک شرکت د پروژې د ډیزاین، تمویل او د پلي کولو چارو پرمخ وړلو په موخه رامنځته شو، چې اوسمهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.
د پروژې تخنیکي ځانګړنې
· د نللیکې اوږدوالی د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومتره دی.
· د ګازو د لېږد کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارده مترمکعب دی.
· په افغانستان کې د نللیکې اوږدوالی ۸۲۱ کیلومتره دی.
· د پروژې ټول ټال لګښت کابو ۶ یا ۷ میلیارډه امریکايي ډالر تخمین شوی دی.
· د پروژې موده به ۳۰ الی ۵۰ کاله وي.
· د نللیکې قطر ۵۶ اینچه دی
· د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه کابو ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر به په کال کې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي.
د پروژې اقتصادي ګټې
لکه څنګه چې دا د انرژۍ یوه مهمه پروژه ده، نو جوته ده چې نن سبا انرژي د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د دې پروژې مستقیمې ګټې په لاندې ډول په ګوته کولای شو:
· د ټرانزیټ فیس: دا چې نللیکې د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته غځول کېږي، د لاسلیک شویو تړونونو پربنسټ پاکستان او هند هیوادونه مکلف دي چې افغانستان ته هر کال یو مقدار حق العبور یا ټرانزیټ فیس ورکړي. که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ تړون نهايي شوی نه دی، خو په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د یو ابتدايي توافق او محاسبې پر اساس له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیونه امریکايي ډالر به د ترانزیټ فیس په نامه اخیستل کېږي.
· د کارموندنې فرصتونه: د ټاپي نللیکې د جوړښت او عملیاتو په پړاوونو کې به په زرګونه کسان پر کار بوخت شي. د جوړښت په پړاو کې ټاپي شرکت مکلف دی چې د پروژې د اړتیا وړ ټوله ماشینري، توکي او بشري قوه د افغانستان څخه تدارک کړي.
· دوامداره انرژۍ ته لاسرسی: دا چې ټاپي نللیکې د افغانستان له دوو مهمو صنعتي او تجارتي ولایتونو لکه هرات او کندهار څخه تېرېږي، دغه ولایتونه به له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي. په لومړي سر کې په پام کې ده چې له تورغونډۍ څخه د هرات تر ګذرې پورې ۱۵۲ کیلو متره نللیکې بشپړ شي چې په دې فاز کې ټول تمرکز به د هرات صنعتي پارک ته د ګازو پر برابرولو وي، که چېرې د هرات صنعتي پارک ته د ارزانه او دوامداره ګاز آسانتیا برابره شي نو صنعت به فوق العاده وده وکړي او ګڼ شمېر افغان پانګوال به وهڅول شي چې په هیواد کې دننه پانګونه وکړي.