
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړۍ ربعې غیر اساسي عواید د پلان شوو عوایدو په نسبت۴۶٪ سلنه زیاتوالی ښیي. په تېرو دریو میاشتو کې پلان شوي عواید ۱۵۶ میلیونه وو، چې اوس مهال یې حقیقي عواید ۲۲۸ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي دي؛ د یادونې وړ ده چې په دې ۲۲۸ میلیونو افغانیو کې ۲۱۰.۹ میلیونه افغانۍ یې بانک ته تحویل شوي او پاتې ۱۷ میلیونه افغانۍ یې په پېرودونکو طلبات یا قرض دي. د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت مشرتابه په درنښت ټولو ولایتي مسئولینو ته سپارښتنه کوي چې د طلباتو په راټولو کې جدي پاملرنه وکړي. د دې شرکت مشرتابه او ټول کاري ټیم هڅه کوي چې د دې شرکت عواید ورځ تر بلې لوړ شي تر څو وکولای شي د هیواد په اقتصاد او پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.